د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې درنده چاودنه شوې ده .

په هرات کې چاودنې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

1766788
د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې درنده چاودنه شوې ده .

د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې درنده چاودنه شوې ده .

د هرات ولایت مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې نن خالي‌ ورځ د جنوري‌ ۲۲ نیټه په ځايي وخت د ماسخوتن د ۶ بجو او ۵۰ دقیقو په شاوخوا کې  د دولسمې ناحیې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه.

ویل کیږي‌ چاودنه د حاجي‌ عباس په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د هرات ولایت د امنیې قومندانۍ ویلي دي‌ چې چاودنه  په یو موټر کې د نخلول شوي‌ ماین د چاودیدو په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

د هرات ولایت د استخباراتو د رسنیو مسئول خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې چاودنه د یو موټر په ټانکې کې د ځای په ځای شوي‌ ماین د چاودیدو له امله رامنخته شوې ده .

په چاودنه کې لږ ترلږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه د هرات ولایت حوزي‌ روغتون ویلي دي‌ چې د پيښې د قربانیانو او ټپيانو لویه برخه ښځې دي.

پدې پیښه کې ۴ تنو میرمنو او ۳ تنو نارینو په ګډون ۷ تنه مړه او د پنځو تنو ښځو او ۴ تنو نارینو په ګډون ۹ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه