امیر خان متقي د طالبانو سیاسي اهداف او بهرنی سیاست اعلان کړ

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وویل چې  اجازه ورنکړي چې افغانستان د لوی قدرقونو د نیابتی جګړو په مرکز بدل شي .

1760499
امیر خان متقي د طالبانو سیاسي اهداف او بهرنی سیاست اعلان کړ

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وویل چې  اجازه ورنکړي چې افغانستان د لوی قدرقونو د نیابتی جګړو په مرکز بدل شي . د ټولو ګاونډیو هیوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د متقابل درناوي په بڼسټ د ولاړو ښو اړیکو غوښتنه کوو.

امیر خان متقي دا څرګندوې د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د افغاني موسسو او امریکا د زکات مرستندویه بڼسټ لخوا په ګډه جوړ شوي کنفرانس ته د ویدیو کنفرانس له لارې وکړي.

متقي وویل چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې  د طالبانو او امریکا ترمنځه د سولې تړون چې  د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتو ته لار هواره کړه یو ډیر مهم تړون او نوی پيل وو.

هغه وویل چې ددې وخت رارسیدلی دی چې افغانستان ته د نړۍوال استقرار، اقتصادي ودې او د یو لا ښه راتلوونکي  د جوړښت په برخه کې د مثبت رول لوبولو چانس ورکړ شي.

هغه زیاته کړه چې په  افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یو ډیر مهم او جدي تحول رامنځته شو. هغه وویل د هغه ادعاګانو پر خلاف چې  ویل کیږي  د افغانستان نه د امریکا د وتو سره سم طالبانو  هیواد په زور سره ونیو ،  طالبانو په اصل کې په ډیره سوله ایزه توګه واک ترلاسه کړ.

د طالبانو اسلامي  امارات پلازمینې کابل ته د ملي یووالي د پيغام سره داخل شو. همداشان سمدلاسه يي عمومي  عفوه اعلان کړه او خپلو ټولو سیاسي  او عسکري رقیبانو ته يي د سولې او ورورولۍ غیږ پرانیسته.

د طالبانو دا انساني ، مدني او اسلامي چلند تر اوسه پورې په تاریخ کې ډیر کم لیدل شوی دی.

متقي زیاته کړه چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځه لاسلیک شوی تړون په اصل کې د افغانستان او نړۍ ترمنځه د اړیکو بڼسټ جوړوي.

هغه وویل چې مونږ د ګاونډیو هیوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د متقابل درناوي په اساس د ډیرو ښه او مثبتو اړیکو جوړولو غوښتنه کوو. مونږ د ګاونډیو او نړۍوالې ټولنې سره د ښه اړیکو غوښتونکي یو تر څو زمونږ هیواد د ستر قوتونو ترمنځه د جګړو په ډګر او یا د دښمنیو په پارچې بدل نشي.

متقي زیاته کړه چې افغانستان غواړي چې په اسیا  کې د همکاریو د پل په څیر دنده اجراء کړي.

ددینه وروسته به هیچا ته اجازه ورنکړو چې د افغانستان خاوره د نورو پر خلاف وکاروي او یا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

لکه څرنګه چې مونږ د نورو ملتونو او هیوادونو مشروع منافعو ته درناوی کوو د نورو لخوا د افغانستان سره د ورته چلند تمه کوو.

هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ په افغانستان کې د پخواني حکومت ۵۰۰ زره تنه مامورین خپلو دندو ته دوام ورکوي او د هیچا په اړه بې ځایه قضاوت نه کوو.  



اړوند خبرونه