د ننګرهار ولایت د لعلپورې په ولسوالۍ کې د ښوونځي په مخکې چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د لعلپورې په ولسوالۍ کې د یو ښوونځي په مخکې پر زده کوونکو چاودنه شوې ده .
1759996
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د لعلپورې په ولسوالۍ کې د یو ښوونځي په مخکې پر زده کوونکو چاودنه شوې ده .
د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې دا پیښه نن د دوشنبه ورځ رامنځته شوې ده .
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي دي چې نن دوشنبه د ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ بېګانانو کلي کې د جوارو پوليو پلورونکي له لوري د يوې زړې هاوان مرمۍ ټکولو له امله چاودنه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې نهه ماشومان شهيدان او څلور ټپيان شوي دي.
د پیښې ټپیان روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې قرار لري.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی