طالبان : امریکا زمونږ سره په سیاسي او اقتصادي جګړه کې بوخته ده
د طالبانو حکومت وايي چې امریکا متحده ایالتونه د افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي برخو کې اوس هم د جګړې په حال کې دی.
د طالبانو حکومت وايي چې امریکا متحده ایالتونه د افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي برخو کې اوس هم د جګړې په حال کې دی.
دا څرګندونې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي وکړې.
هغه تیرې ورځې یوې غونډې ته وویل چې امریکا په افغانستان کې د پوځي پلوه ماتې وخوړه خو اوس هم د سیاسي او اقتصادي پلوه جګړې ته دوام ورکوي.
هغه پر امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې نه د لاس اخیستو غږ وکړ .
هغه وویل چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان په رڼا ورځ کې یرغل وکړ خو بیا د افغانستان نه په نیمه شپه د شپې په ۱۲ بجو وتښتید.
هغه د امریکا لخوا د افغانستان شتمنۍ د کنګلولو د اقدام نه د یو ډیر بې رحمانه اقدام په توګه یادونه وکړه او ددې اقدام نه د افغانستان په کورنیو چارو کې د ښکاره مداخلې په توګه یادونه وکړه.
همداشان هغه وویل چې د نړۍوالې ټولنې لخوا د افغانستان سره موجودي مرستې کافي ندي او دا مرستې ددې هیواد د موجود ستونزې یوه سلنه هم نه حل کوي.
ستانکزي د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو غږ وکړ چې پدې حساس وخت کې باید د افغانستان پر مخ خپلې پولې ونه تړي ځکه چې پدې حساس وخت کې مونږ تجارت اړتیا لرو.
همداشان د هغه د ګاونډیو هیوادونو نه د افغانانو لپاره په ویزه کې د اسانتیاوې راوستو غوښتنه وکړه.
ستانکزي وویل چې " مونږ د ټولو هیوادونو سره د ډیرو ښه اړیکو غوښتوونکې یو خو له بده مرغه چې نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې یو خپلواکه حکومت شتون ولري. د همدې امله د طالبانو سره تعامل نکوي او اړیکې نه جوړوي. "
هغه زیاته کړه چې د طالبانو موقت حکومت د تیرو ۴ میاشتو راهیسې په فعالیت پيل کړی دی او هر څه يي ډیر ښه پر مخ روان کړي دي. تاسې وګورۍ دې حکومت پرته د معاشونو ډیر ښه او قوي امنیت رامنځته کړی دی.
هغه د ښځو د کار او تحصیل په اړه وویل چې په افغانستان کې ښځې او کار او تحصیل د پوره حق نه برښمندې دي خو زمونږ کولتور د لویدیځ سره توپیر لري.
د یادولو وړ ده چې طالبانو د روان کال د سپټمبر په میاشت کې موقت حکومت اعلان کړ خو تر ننه پورې د نړۍ یو هیواد هم دوې په رسمیت ندي پیژندلي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی