په کندهار کې د شیعه ګانو پر جومات کې داځل د چړې سره برید شوی

د کندهار پر ښار کې د شیعه ګانو په جومات کې پر امام او مقتدیانو د چړې سره برید شوی دی.

1753145
په کندهار کې د شیعه ګانو پر جومات کې داځل د چړې سره برید شوی

د کندهار پر ښار کې د شیعه ګانو په جومات کې پر امام او مقتدیانو د چړې سره برید شوی دی.

پرون د ماښام په ساعتونو کې یو تن برید کوونکي  د کندهار ولایت د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د شیعه ګانو په یو جومات کې پر امام او مقتدیانو د چړې سره برید کړی چې په نتیجه کې ۵ تنه ټپیان شوي وو.

ویل کیږي برید کوونکي لومړی پر امام برید وکړ او هغه يي ټپي کړ او وروسته يي پر نورو مقتدیانو برید وکړ.

ځینو سیمه ایزو رسنیو بیا پدې پيښه کې د یو تن د وژل کیدو او ۴ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

د کندهار ولایت امنیتي مسئولینو د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې برید کوونکی نیولی دی او د څیړونو لاندې دی.

د کندهار ولایت د امنیې قومندانۍ د پیښې په اړه د ډیرو جزیاتو ورکولو  او د برید کوونکي د هویت د اعلانولو نه ډډه کړې ده .



اړوند خبرونه