په افغانستان کې طالبان د پیسو په بدل کې د ملګروملتونو سازمان د پرسونل او دفاترو امنیت ساتي

ملګروملتونو سازمان  طالبانو د پيسو په بدل کې په افغانستان کې د خپل پرسونل او دفاترو د امنیت د ټینګولو وړاندیز کولو پخلی وکړ.

1751457

د ملګروملتونو سازمان د عمومي  سرمنشي  ویاند فرهان حق په خبري  غونډه کې د اناتولیا خبري  اژانس د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ملګروملتونو سازمان طالبانو ته په افغانستان کې د خپل پرسونل او دفاترو د امنیت ساتلو په بدل کې د شپږ میلیونو ډالرو وړاندیز کړی دی او که نه؟ وویل ، ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې د خپل پرسونل او دفاترو په خاطر د مختلفو امنیتي ضمانتونو او مرستې غوښتنه کړې ده . ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپل سیستم، پرسونل او دفاترو د امنیت په خاطر د ضافه امنیتي تدابیرو په خاطر البته چې پیسې ورکوي.

هغه دې پوښتنې ته چې ملګروملتونو سازمان د خپل پرسونل او دفاترو د امنیت په خاطر تر اوسه پورې طالبانو ته څومره پیسې ورکوي  ځواب ورنکړ.

هغه وویل چې په نورمالو حالاتو کې د ملګروملتونو د پرسونل او دفاترو د امنیت مسئولیت د کوربه هیواد په غاړه دی. خو د تیرو څو کلونو راهیسې د کاري شرایطو د سختیدو او افغان دولت لخوا محدودو امنیتي خدماتو له امله ملګروملتونو سازمان د اضافي  امنیتي خدماتو په خاطر بودیجه ځانګړې کړې ده .

اړوند خبرونه