د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پاسپورت ریاست په مخکې چاودنه وشوه.

په کابل کې چاودنه وشوه

1751557
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پاسپورت ریاست په مخکې چاودنه وشوه.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پاسپورت ریاست په مخکې چاودنه وشوه.

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن پنجشنبه د جدي د میاشتې دویمه نیټه د غرمې د ۱۲ بجو په شاوخوا کې د کابل د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پاسپورت ریاست په دخولي دروازه کې چاودنه شوې ده .

د پيښې د ځای نه عیني  شاهدانو ویلي دي چې د چاودنې نه وروسته وسله واله نښته هم شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودنه په سیمه کې د ځای په ځای شوي یو ماین د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې د پاسپورت پر ریاست يي د برید مخه ونیوله. طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نن د غرمې په ساعتونو کې یو تن برید کوونکي  چې غوښتل يي د پاسپورت ریاست ته داخل شي د امنیتي ځواکونو لخوا له خپو وغورځول شو. پدې پيښه کې د برید کوونکي نه پرته بل چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

ویل کیږي دا چاودنه پداسې حال کې کیږي چې د پنجشنبې ورځ  طالبانو ته د پاسپورت ورکولو لپاره ځانګړې شوې ده.



اړوند خبرونه