فیلیپو ګراندي : پدې وروستیو اونیو کې د افغانستان د وتوونکو افغانانو شمیره ډیره زیاته لوړه شوې ده

د ملګروملتونو سازمان د کډوالو عالي‌ کمنشنر فیلیپو ګرانډي : په افغانستان کې په دولت او اقتصاد کې روان بحران لا زیات مخ په ژوریدو دی.

1744531
فیلیپو ګراندي : پدې وروستیو اونیو کې د افغانستان  د وتوونکو افغانانو شمیره ډیره زیاته لوړه شوې ده

پدې وروستیو کې د افغانستان نه د وتوونکو په شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دا خبره د ملګروملتونو سازمان د کډوالو عالي‌ کمنشنر فیلیپو ګرانډي وکړه.

ګرانډي د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته د افغانستان د وروستي‌ وضعیت او کډوالو د بحران په اړه معلومات ورکړل.

همداشان هغه د افغانستان نه  د کډوالۍ د نوې څپې په اړه هم خبرداری ورکړ.

هغه وویل چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه تنه د فقر په اخره درجه کې  ژوند کوي او د خوراکي‌ توکو ، سرپناه ، د څښکاک د پاکو اوبو او روغتیايي خدمات  د نشتوالي‌ سره مخامخ دي. هغه خبرداری ورکړ چې نږدې درې نیم میلیونه تنه انسانان د نښتو له امله بې ځایه  کیدو د ګواښ سره مخامخ دي.

هغه د افغانستان د اقتصادي‌ ستونزو په اړه هم خبرداری ورکړ او وویل چې د بشري‌ مرستو سره ددې هیواد د اقتصاد ژغورل ناممکنه خبره ده.

همداشان ددې اساسي‌ ستونزې په مقابل کې د افغانستان په ډیر کلاره پرمختګ ډیر خطرناک دي.

همداشان هغه د افغانستان نه د کډوالۍ د نوې څپې د پيلیدو په اړه هم خبرداری ورکړ. هغه وویل چې پدې وروستیو اونیو کې د هیواد نه د وتوونکو افغانانو شمیره ډیره زیاته لوړه شوې ده . ډیری افغانان د هیواد نه د وتو په لټه کې دي. په دولت او اقتصاد کې ستونزې د لا ژوریدو په حال کې دي. ګاونډیو هیوادونو او نورو هیوادونو ته په تیښتو پیل شوی دی. د کډوالو دا نوې څپه کیدای شي‌ چې جدي‌ ستونزې رامنځته کړي.



اړوند خبرونه