په کابل کې چاودنه شوې

د کابل د سلیم کاروان په سیمه کې چاودنه شوې

1741773
په کابل کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

د کابل نه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل ښار د  د سلیم کاروان په سیمه کې چاودنه شوې ده .

ویل کیږي‌ چاودنه د طالبانو په یو موټر شوې ده.

طالبانو د پیښې پخلی کړی دی . طالبانو ویلي‌ دي چې چاودنه په یو زغروال موټر شوې ده چې په نتیجه کې چاته ځاني‌ زیان ندی اوښتی. خو د ایمرجنسي‌ روغتون بیا پدې برید کې د ۴ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

یاد شوي‌ روغتون ویلي‌ دي‌ چې ددې پيښې ۴ تنه ټپیان دې روغتون ته انتقال شوي‌ دي.

د برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه