د طالبانو او ایران پوله ساتو ترمنځه نښته پایته رسیدلې

د افغانستان د نیمروز په ولایت کې د طالبانو او ایراني‌ پوله ساتو  ځواکونو ترمنځه وسله واله نښته پایته ورسیده.

1741664
د طالبانو او ایران پوله ساتو ترمنځه نښته پایته رسیدلې

د افغانستان د نیمروز په ولایت کې د طالبانو او ایراني‌ پوله ساتو  ځواکونو ترمنځه وسله واله نښته پایته ورسیده.

د ویلو ده چې نن چار شنبه د دسمبر لومړۍ نیټه د افغانستان د نیمروز په ولایت کې د ایران سره په پوله کې د طالبانو او ایراني‌ پوله ساتو ترمنځه وسله واله نښته وشوه.

نښتې څو ساعته دوام پيدا وکړ. دواړو خواوو په نښته کې د سپکو او درندو وسلو نه کار اخیستی دی.

د بله پلوه په ځینو خبري‌ پاڼو کې د طالبانو لخوا د ایراني‌ پوله ساتو د بعضو پوستو د نیولو ادعاء کړې وه خو د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو ته نږدې سرچینو بیا دا ادعاګانې رد کړې وې او ویلي‌ وو چې دا ادعاګانې ټولې بې بڼسټه دي.

د بله پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د نیمروز ولایت کې د طالبانو او ایراني‌ ځواکونو ترمنځه د یو سوء تفاهم په نتیجه کې پیل شوې نښته پایته رسیدلې ده.

په نښته کې دواړو خواوو ته ځاني‌ زیان ندی اوښتی. نښته د مشرانو په لازمو لارښونو پایته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه