طالبانو د اروپايی ټولنې نه د مرستې غوښتنه وکړه

طالبانو په افغانستان کې د هوايي ډګرونو د پرانیسته او فعاله پاتې کیدو په برخه کې د اروپايي ټولنې نه د مرستې غوښتنه وکړه.

1740136
طالبانو د اروپايی ټولنې نه د مرستې غوښتنه وکړه

طالبانو په افغانستان کې د هوايي ډګرونو د پرانیسته او فعاله پاتې کیدو په برخه کې د اروپايي ټولنې نه د مرستې غوښتنه وکړه.

طالبانو تیره د تیرې اونۍ په پای کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د اروپايي ټولنې د استازیو سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د بشري‌ مرستو، هوايي ډګرونو د پرانیسته او فعاله پاتې کیدو  او د نجونو د تعلیم په څیر په یو زیات شمیر مسئلو خبرې وکړې.

ددې غونډې مشري‌ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي‌ استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي‌ په غاړه درلوده.

د اروپايي ټولنې کمیسیون ددې لیدنې په اړه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " د طالبانو د سرپرست حکومت سره د اروپايي ټولنې د استازیو غونډه او لیدنه د اروپايي ټولنې لخوا د طالبانو د په رسمیت پيژندو په معنا ندي . دا د تعامل خبره ده."

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې پدې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د هوايي ډګرونو د پرانیسته او فعاله پاتې کیدو پر اهمیت ټینګار وکړ. طالبانو حکومت د هوايي ډګرونو د مدیریت او فعاله پاتې کیدو په برخه کې د اروپایي‌ ټولنې نه د مرستې غوښتنه وکړه.

همداشان پدې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې بشري‌ وضعیت د لا خرابیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه. اروپايي ټولنې استازیو د افغانانو سره د مرستې په اړه یو ځل بیا خپل نیت بیان کړ. همداشان طالبانو ویلي‌ دي‌ چې دولتي‌ کارکوونکو ته به چې د څو میاشتو راهیسې تنخواګانې ندي‌ ترلاسه کړي‌ تنخواګانې ورکړي.

اروپايي ټولنې استازیو ددې خبرې په ټینګار وویل چې په ځانګړې توګه په افغانستان کې  به د روغتیا او معارف  د برخو کارکوونکو ته په مخامخ ډول مالي‌ مرستې وکړي. دا مرستې به د مرستندویه ټولنو او یا ملکي‌ ټولنو او سازمانونو په واسطه وکړي.

همداشان پدې لیدنه کې اروپايي ټولنې په افغانستان کې په ښوونځیو کې هلکانو او نجونو ته د نړۍوالو ستندردونو په اساس د عینې تعلیمي‌ مفرداتو او مساوي‌ حقونو پر اهمیت ټنیګار وکړ. د طالبانو نه پدې برخه کې د مساوداتو د رامنځته کولو او هلکانو او نجونو ته د تعلیم د زمینې برابرولو او ښځو ته د کار زمینې برابرولو غوښتنه وکړه. پدې برخه کې د طالبانو لخوا د ځینو ګامونو اوچتیدو نه هر کلی وکړ.

همداشان د طالبانو نه يي حقوقو ته د درناوي ، د چارو د ښه مدیریت او ډیموکراسۍ په خاطر د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه تکرار کړه.

د طالبانو نه په حکومت کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

طالبانو د اروپايی ټولنې د استازیو نه په افغانستان کې د ډیپلوماتیکو نماینده ګیو له سره د پرانیستو د نیت نه هر کلی وکړ.

اروپا استازو ویلي دي‌ چې په پام کې لري‌ چې په محدود شکل سره په افغانستان کې خپلې نماینده ګۍ پرانیزي. خو دا کار به د طالبانو د په رسمیت پیژندو په معنا نوي



اړوند خبرونه