د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده.

د کابل د کوټې سنګي په سیمه کې چاودنه شوې

1733830
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده.

نن دوشنبه د نوامبر ۱۵ نیټه د سهار په ساعتونو کې  د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کوټې سنګې په سیمه کې چاودنه رامنځته شوې ده .

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا چاودنه د مقناطیسي بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې د دوو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

دا لا معلومه نده چې د چاودنې هدف څوک وو.

د ویلو ده چې د تیرې خالي  د ورځې  د ماښام په ساعتونو کې هم د کابل د  ۱۳ مې حوزې په مربوطاتو کې د دشت برجي په سیمه کې په یو تونس ډوله موټر کې د مقناطیسي بم له امله چاودنه شوې وه چې له امله يي ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۷ تنه نور ټپیان شوي وو.

د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

د نني برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه