رویټرز : د کابل د نن ماښام په چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د نن ماښام په چاودنه کې د اریانا نیوز تلویزیون د ویندویانو نه حمید سیغاني هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
د اریانا نیوز د تلویزیون ویاندې او د حمید سیغاني میرمن فوزیه وحدت د کابل د نن ماښام په چاودنه کې د حمید سیغاني مړینې پخلی کړی دی.
د ویلو ده چې نن د ماښام په ساعتونو کې د کابل د ۱۳ مې حوزې په مربوطاتو کې د دشت برچي د ګولایي مهتاب قلعه په سیمه کې چاودنه وشوه چې مرګ ژوبله يي رامنځته کړه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د چاودنې نه وروسته په سیمه کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
هغه پدې پیښه کې د یو تن د وژل کیدو او دوو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د بله پلوه د رویټرز خبري اژانس بیا پدې ویلي دي چې دا چاودنه په یو منیوان موټر باندې د نخلول شوي نخلوونکي بم له امله رامنځته شوې وه.
رویټرز پدې چاودنه کې د ۶ تنو د وژل کیدو او ۷ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
همداشان پدې چاودنه کې د افغانستان د احصایې د ادارې یو تن کارکوونکي د وژل کیدو نه هم خبر ورکړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د ویلو ده چې ددینه وړاندې په ځانګړې توګه د کابل په لویدیځ کې ډیری چاودنې د داعش ترهګرې ډلې لخوا ترسره کیږي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی