په افغانستان کې د اهل تشیع دیني عالمان : داعش غواړي په هیواد کې د مذهبي نښتتو ته لار جوړه کړي

په افغانستان کې اهل تشیع دیني عالمان وايي په افغانستان کې پر شیعه ګانو د داعش لخوا د ترسره کیدونکو بریدونو یواځنی هدف پدې هیواد کې د مذهبي  جګړو او بې اتفاقیو رامنځته کول دي.

1724464
په افغانستان کې د اهل تشیع دیني عالمان : داعش غواړي په هیواد کې د مذهبي نښتتو ته لار جوړه کړي

 په افغانستان کې اهل تشیع دیني عالمان وايي په افغانستان کې پر شیعه ګانو د داعش لخوا د ترسره کیدونکو بریدونو یواځنی هدف پدې هیواد کې د مذهبي  جګړو او بې اتفاقیو رامنځته کول دي.

د ویلو ده چې د افغانستان نه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتو نه وروسته پر شیعه ګانو دوه ستر بریدونه وشو.

لومړی برید په کندوز ولایت کې د جمعې د لمانځه پر مهال  د شیعه ګانو پر جومات وشو. همداشان د لومړي برید نه لا یوه اونۍ پوره شوې نوه چې داعش ترهګرې ډلې داځل په کندهار ولایت کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو په جومات برید وکړ.

په دواړو بریدونو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په افغانستان کې د اهل تشیع دیني عالمان وايي چې داعش ترهګرې ډله به ددې ډول وحشیانه بریدونو سره هیڅوخت خپل هدف ته ونه رسیږي.

د کندهار ولایت د اهل تشیع د شورا رئیس او جمعه امام خطیب سردار محمد زاهدي د اکتوبر په ۱۵ مه نيټه د هغه جومات امامت کولو چې داعش ترهګرې ډلې په برید وکړ.

نوموړی ددې برید نه روغ رمټ وژغورل شو.

هغه وویل چې ددې بریدونو او شیعه ګانو د وینې تویولو نه د داعش یواځې هدف پدې هیواد کې د سني او شیعه ګانو ترمنځه اختلافاتو او نښتو ته زمینه برابرول دي.

همداشان بله مهمه خبره داده چې دوې غواړي ددې ډول بریدونو سره نړۍ ته وښايي چې دوې اوس هم فعاله دي.

د بله پلوه په افغانستان کې د اهل تشیع یو بل مهم دیني عالم او مشر حسین نوري شورپیرايي ویلي دي چې د داعش ترهګرې ډلې ددې بریدونو تر شا د اسرائیل او لویدیځو هیوادونو لاس دی.

هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د سني  او شیعه ډلو ترمنځه هیڅډول اختلاف شتون نلري او ددې ټولنو ترمنځه قوي یووالی او اتحاد موجود دی.

هیڅوک زمونږ دا یووالی له منځه وړلی نشي. د همدې امله د اسلام دښمنان زمونږ دا یووالی او اتحاد زغملی نشي.



اړوند خبرونه