په کابل کې چاودنه شوې

د کابل د دهمزنګ په سیمه کې چاودنه شوې

1722104
په کابل کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

ځايي رسنیو د کابل د دهمزنګ په سیمه کې د چاودنې نه خبر ورکړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي‌ خبري‌ رسنیو سره په مرکه کې ددې پیښې پخلی کړی دی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې نن چارشنبه د سهار په ساعتونو کې د کابل د دهمزنګ په سیمه کې چاودنه رامنځته شوه.

د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دا چاودنه د لاسي بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

په سیمه کې په یو موټر د لاسي‌ بم برید شوی دی چې په نتیجه کې دوه تنه طالبان ټپیان شوي‌ دي.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه