بلینکن د خلیلزاد د استعفا پخلی وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خلیلزاد د استعفا پخلی وکړ او د هغه ځان ناستې وټاکه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د استعفا کولو پخلی وکړ. بلینکن ویلي دي چې خلیلزاد د استعفا کولو نه وروسته د هغه مرستیال توماس ویست د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
انتوني بلینکن پدې اړه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خپلې دندې نه استعفا وړاندې کړې ده . د ښاغلي خلیلزاد نه د څو لسیزو راهیسې د امریکا خلکو د ترسره کړو خدماتو له امله ډیره زیاته مننه کوو او قدرداني کوم. ددینه وروسته به د ښاغلي خلیلزاد مرستیال توماس ویسټ د هغه دنده پر مخ یوسي او هغه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. "
بلینکن ویلي دي چې توماس ویسټ د ولسمشر جو بایدن د ولسمشر د مرستیالۍ پر مهال د هغه د ملي امنیت په ډله کې دنده ترسره کوله او ددینه وروسته به د افغانستان په اړه د امریکا ډیپلوماتیکو هلو ځلو مشري وکړي.
زلمی خلیلزاد چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلد ټرمپ لخوا د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی وو د طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې ډیر مهم رول درلود.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی