په کونړ کې د طالب چارواکي‌ پر موټر چاودنه شوې

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پر موټر چاودنه شوې

1719838
په کونړ کې د طالب چارواکي‌ پر موټر چاودنه شوې

د افغانستان په ختیځ کې په کونړ ولایت کې  د یو طالب چارواکي‌  په موټر چاودنه وشوه.

دا چاودنه د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې د کریالې په سیمه کې شوې ده .

د کونړ ولایت یو تن چارواکي‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې نن پنجشنبه د کونړ په ولایت کې د شیګل د ولسوالۍ د امنیې قومندان پر رینجر موټر د سړک د غاړې چاودنه وشوه.

پدې چاودنه کې د شیګل ولسوالۍ د امنیې قومندان ژوند د لاسه ورکړی او د ۴ تنو طالبانو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه د کونړ ولایت د حوزي‌ روغتون یو تن مسئول د فرانس پرس خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې  ددې پيښې د ۱۱ تنو ټپیانو نه ۴ تنو طالبان او ۷ تنه ملکي‌ وګړي‌ دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې د طالب چارواکیو پر موټر چاودنه کیږي. ددینه وړاندې هم دیته ورته چاودنې شوي‌ دي.


پيوندونه: #چاودنه , #کونړ , #ترکیه

اړوند خبرونه