طالبان : د چا په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو او زمونږ په کورنیو چارو کې هم باید څوک مداخله ونکړي
طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ د هیوادونو نه د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې نه کولو غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سرپرست د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د نړۍ د هیوادونو نه د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله مکوۍ غږ وکړ.
متقي دا څرګندونې د قطر د جګړو د څیړونو او بشري اقدام مرکز د انیستیتیوت لخوا په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
هغه وویل چې " مونږ د چا په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو او د نورو هم زمونږ په کورنیو چارو کې د مداخلې د نه کولو غوښتنه کوو. د نورو هیوادونو لخوا پر افغانستان تحمیلونه کومه ګټه نه کوي. هیچا ته دا ګټه نکوي."
هغه وویل چې طالبانو د نړۍ د هیڅکوم دولت د مداخلې پرته یو خپلواکه او ازاده حکومت جوړ کړی دی او افغانستان ته يي سوله او ثبات راوستی دی. طالبان د ټولو دولتونو سره د متوازنې او د ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو جوړولو غوښتنه کوي.
هغه وویل چې مونږ د اروپايي ټولنې سره هم د ډیرو ښو اړیکو جوړولو غوښتنه کوو. مونږ نه غواړو چې افغان کډوال د چا د اوږو بار شي ځکه چې دا د هیچا په ګټه ندي.
هغه زیاته کړه چې د عرب او خلیج هیوادونو سره افغانستان ځانګړې اړیکي لري .
افغانان د اسلامي نړۍ یوه ډیره مهمه پارچه ده او په نوې دوره کې غواړو چې افغانستان د عرب او اسلامي هیوادونو ترمنځه د پل دنده اجرا کړي.
امیر خان متقي د قطر هیواد نه د تیرو څو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر د کوربه توب له امله ډیره زیاته مننه وکړه او وویل چې د اکتوبر په نهمه او لسمه نیټه يي په دوحه کې د امریکا د هیئت سره لیدنه وکړه.
دا لیدنه ډیره ګټوره او مثبته تیره شوه.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی