په افغانستان کې پر طالبانو غلچکي‌ بریدونه دوام لري.

په ننګرهار ولایت کې پر طالبانو غلچکي‌ بریدونه شوي

1715512
په افغانستان کې پر طالبانو غلچکي‌ بریدونه دوام لري.

 

نن سهار په جلال آباد ښار کې د لغمان هډې په سیمه کې نامعلومو وسله والو کسانو پر طالبانو برید وکړ چې په نتیجه کې دوه تنه طالبان مړه او درې تنه ملکي‌ وګړي‌ ټپیان شول.

په سیمه کې عیني‌ شاهدانو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پر طالبانو هله برید وشو چې په سیمه کې د میوه او سبزۍ پلورونکو نه د ټکس په راټولو بوخت ول.

ویل کیږي‌ برید کوونکو د وژل شوو طالبانو وسلې هم د ځان سره وړي‌ او د سیمې نه په تیښته بریالي‌ شوي‌ دي.

د بله پلوه د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ولسوال پر موټر هم  چاودنه شوې ده .

پدې برید کې د کامې ولسوال د خپلو دوو تنو ساتوونکو سره ټپي شوی دی.

ویل کیږي‌ چاودنه د کامې د ولسوال په موټر کې د مخکې نه د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

همداشان د افغانستان په ختیځ کې په لغمان ولایت کې هم په یو تن دیني‌ عالم مرګونی برید شوی دی.

د لغمان ولایت مسئولینو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې تیره شپه  نامعلومو وسله والو د لغمان ولایت د قرغیو د ولسوالۍ د چهارباغ په سیمه کې په دیني‌ عالم مولوي‌ نور وهاب  مرګونی برید کړی چې په پایله کې مولوي‌ نور وهاب ژوند د لاسه ورکړی دی.

ددې بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه