په کونړ کې د طالب چارواکي‌ پر موټر چاودنه شوې

په کونړ کې د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی

1712179
په کونړ کې د طالب چارواکي‌ پر موټر چاودنه شوې

د افغانستان په ختیځ کې په کونړ ولایت کې د یو تن طالب چارواکي‌ پر موټر چاودنه شوې ده .

د کونړ ولایت نه ترلاسه شوي‌ راپور له مخې نن چارشنبه د تلې اومه د کونړ ولایت د د معدن د رئیس پر موټر د سړک د غاړې د ماین چاودنه وشوه.

پدې پیښه کې د معدن د رئیس په ګډون څو تنه ټپیان شوي‌ دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د پيښې پخلی کړی او ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې ۳ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د برید مسئولیت تراوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې په طالبانو چاودنه کیږي. ددینه مخکې په ننګرهار ولایت کې هم په طالبانو ګڼ شمیر چاودنې شوي چې له امله يي مرګ ژوبله هم رامنځته کړې وه.

د تیرو بریدونو مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.


پيوندونه: #چاودنه , #کونړ

اړوند خبرونه