اشرف غني : د افغانستان د خلکو نه بښنه غواړم

اشرف غني‌ د دریم ځل لپاره پيغام خپور کړ

1705213
اشرف غني : د افغانستان د خلکو نه بښنه غواړم

د افغانستان پخواني‌ ولسمشر محمد اشرف غني‌  چې  د طالبانو لخوا د کابل د نیولو نه دمخه متحده عربي‌ اماراتو ته پناه وړې یو ځل بیا د خپل ټویټر پاڼې له لارې د بیان په خپرولو سره د افغانستان د خلکو نه د بښنې غوښتنه وکړه.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د کابل نه جلا کیدل د هغه د ژوند تر ټولو سخته پریکړه وه.

غني‌ ویلي‌ دي‌ چې  نه يي‌ غوښتل چې  کابل یو ځل بیا د ۱۹۹۰ کلونو په څیر د کورنۍ جګړې شاهدي‌ وکړي‌ چې د همدې امله د وطن نه د جلا کیدو تصمیم ونیو.

هغه د افغانستان د خلکو نه د بښنې غوښتنه وکړه.

هغه ویلي‌ دي‌ چې هیڅکله يي‌ نه غوښتل چې د افغانستان خلک یواځې پریږدي خو د هیواد نه وتو پرته يي بله چاره نه درلوده.

د بله پلوه غني‌ پر هغه لګیدلي‌ ټول هغه تورونه چې د ځان سره په لسګونو میلیونه ډالره هم بهر ته وړي‌ په کلکه توګه رد کړل او وویل چې حاضر یم  چې د خپل شخصي‌ سرمایې په اړه هر ډول تفتیش ته ځواب ووایم.

د ویلو ده چې د افغانستان پخواني‌ ولسمشر محمد اشرف غني‌ د اګست په ۱۵ مه نیټه کله چې طآلبان د کابل دروازو ته رارسیدلي‌ وو هیواد پریښود او متحده عربي اماراتو ته پناه یوړه.

د بله پلوه د افغانستان د حکومت ټول سیاستوال او حتا د هغه لخوا په لوړو پوستونو کې ګمارل شوي‌ یو زیات شمیر مشهورې څیرې او سیاستوال غني‌ هیواد ته په خیانت کولو تورنوي‌ او پر هغه ډیرې سختې نیوکې کوي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې هر څه ژر به د هیواد نه د خپل وتو لامل د ټولو سره شریک کړي.

د ویلو ده چې امریکا په ۲۰۲۰ کال  د طالبانو سره د سولې تړون وکړ او ددې له مخې امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو په ویستو پیل وکړ. خو طالبانو د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو د بهیر د پیلولو سره سم د افغانستان ځواکونو پر خلاف بریدونه کچه لوړه کړه او په ډیر سرعت یعنې د لسو ورځو په دننه کې کابل ته راورسیدل او ټول افغانستان يي ونیول.



اړوند خبرونه