په افغانستان کې د نوي  حکومت مشري  به ملا عبدالغني  برادر په غاړه ولري.

رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د طالبانو د نوي حکومت مشري به ملا عبدالغني برادر په غاړه ولري

1701943
په افغانستان کې د نوي  حکومت مشري  به ملا عبدالغني  برادر په غاړه ولري.

په افغانستان کې د نوي  حکومت مشري  به ملا عبدالغني  برادر په غاړه ولري.

دا خبره د رویټرز خبري اژانس د بعضو جګپوړ طالب چارواکیو له قوله کړې ده .

د ویلو ده چې ټوله نړۍ د طالبانو لخوا د جوړ شوي  نوي  حکومت اعلانولو ته سترګې په لاره دي.

همداشان طالب مشرانو هم ویلي دي چې په راتلوونکو څو ورځو کې به نوی حکومت اعلان کړي. حتا ځینو سرچینو په نن او سبا کې د نوي حکومت د اعلانیدو نه هم خبر ورکړی دی.

همداشان طالبانو جګپوړو مقاماتو د نوي  حکومت د مشرتابه په اړه  چې څوک به يي مشري په غاړه ولري معلومات ورکړي.

نوموړو ویلي دي چې د نوي  اعلانیدونکي  حکومت مشري به د طالبانو د مشر ملا هیبت الله مرستیال او د طالبانو د سیاسي  دفتر مرستیال ملا عبدالغني  برادر په غاړه ولري.

همداشان په نوي حکومت کې  به  طالبانو د بڼسټګر او پخواني مشر ملا محمد عمر زوی مولوي یعقوب او مولوي  شیرمحمد ستانکزی به هم  په مهمو او لوړو دندو وګمارل شي.



اړوند خبرونه