د کابل په ننیو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه امریکايي سرتیري او په لسګونو تنه افغانان وژل شوي دي
د کابل په ننیو چاودنو کې ۱۲ تنو امریکايي سرتیري وژل شوي دي
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هوايي ډګر ترڅیرمه ګن شمیر چاودنې وشوې چې په نتیجه کې په لسګونو تنو افغانانو او ۱۳ تنو امریکايي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
دا خبره د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان وکړه.
د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان مک کنزي چې د ویدیو کنفرانس له لارې په پنټاګون کې په خبري غونډه کې ګډون کړی وو د کابل په هوايي ډګر کې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان د څانګې لخوا ځانمرګي بریدونه شوي چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲ تنو امریکايي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي. همداشان د وژل شوو امریکايي سرتیرو شمیره ۱۳ تنو ته لوړه شوه.
هغه ویلي دي چې داعش ترهګرو غوښتل چې هوايي ډګر د دروازې له لارې هوايي دګر ته ننوځي خو د پیژندل کیدو نه وروسته يي ځان ته انفجار ورکړ.
د ویلو ده چې د برید مسئولیت هم داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.
همداشان پدې برید کې په لسګونو تنو افغانانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کابل د ایمرجنسۍ روغتون ویلي دي چې پدې بریدونو کې ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۱۵۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
همداشان ځینو خبري رسنیو بیا د افغانستان د روغتیا وزارت د چارواکیو له قوله لیکلي دي چې پدې چاودنو کې د مړو شمیره ۹۰ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان تر ۱۵۰ تنو ډیر افغان وګړي ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی