د اشرف غني‌ ورور هم د طالبانو سره یو ځای شو

طالبانو د یوې ویدیو په خپرولو سره اعلان کړی دی چې د اشرف غني‌ ورور حشمت غني‌ ددوې سره یو ځای شوی دی

1694871
د اشرف غني‌ ورور هم د طالبانو سره یو ځای شو

د افغانستان د پخواني‌ ولسمشر محمد اشرف غني‌ ورور د طالبانو سره یو ځای شو.

طالبانو په ټولنیزه رسنیو کې د یوې ویدیو په خپرولو سره  ددوې سره د اشرف غني‌ د ورور حشمت غني‌ د یو ځای کیدو نه خبر ورکړی دی.

پدې ویدیو کې ښکاري‌ چې د حشمت غني‌ د ګن شمیر طالب مشرانو سره لیدنه کې او د هغوې سره د یو ځای کیدو نه خبر ورکوي.

د طالبانو ویلي دي چې حشمت غني‌ حمدزي د طالبانو د یو تن مهم مشر خلیل الرحمان حقاني‌ سره د لیدنې نه وروسته د طالبانو نه ملاتړ اعلان کړ.

په ویدیو کې ښکاري‌ چې طالب مشران حشمت غني‌ په تندي‌ چپي کوي‌ او هغه  ستاینه کوي.



اړوند خبرونه