د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو هیئت چین ته سفر کړی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي  دفتر رئیس ملا عبدالغني  برادر په مشرۍ  طالبانو هیئت چین ته سفر کړی دی.

1681610
د ملا  عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو هیئت چین ته سفر کړی

 

د شینهوا خبري  اژانس د خبر له مخې د طالبانو هیئت د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره لیدنه وکړه.

دا لیدنه د تیانجین په ښار کې شوې ده.

د چین  د بهرنیو چارو وزیر وانګ پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د خپل تر ټولو ستر ګاونډي هیواد افغانستان خپلواکۍ ، ازادۍ او ارضي تمامیت ته مونږ تل درناوی کړی او ددینه وروسته به هم ورته درناوی وکړو. همداشان چین هیڅ د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نده کړې او ددینه وروسته به يي هم ونکړي.

هغه ویلي دي چې د افغانستان په قبال کې د امریکا سیاستونه ناکام شوي دي. د همدې امله په افغانستان کې د جګړې ټولې خواوې د افغانستان برخلیک باید پخپله افغانان وټاکي او افغانستان باید پخپله د افغانانو لخوا اداره کړی شي  د تفکر او مفکورې سره هر څه ژر سوله وکړي .

هغه وویل چې افغانستان د افغانانو دی. د همدې امله د افغانستان د راتلوونکې او برخلیک په اړه باید پخپله  افغانان تصمیم ونیسي.

د بله پلوه طالبانو ویلي دي چې د ملا عبدالغني  برادر په مشرۍ ددوې یو نهه کسیز هیئت چین ته سفر کړی او د چین د بهرنیو چارو وزیر سره يي لیدلي دي. پدې لیدنه کې د امنیتي  مسایلو په اړه بحث او خبرې شوي دي.

د طالبانو د سوله د مرکچي  پلاوي  ویاند محمد نعیم چین ته د طالبانو د هیئت د سفر په اړه ویلي دي چې ، دا سفر په سیاسي، اقتصادي، دواړو هیوادونو امنیتي مسایلو او د افغانستان په موجود وضعیت او سولې په پروسې د خبرو په خاطر ترسره شوی دی.

همداشان طالبانو چین ته ډاډ ورکړی دی چې هیڅ یو بهرني ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هیوادونو پر خلاف وکاروي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د هیئت سره اخیستي  عسکونه د ټولنیزې مډیا له لارې خپاره کړل.

د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معین ددې سفر په اړه غبرګون ښودلی دی.


پيوندونه: #چین , #طالبان

اړوند خبرونه