په کابل کې د یوې سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.

په کابل کې پولیسو په یو ښاري‌ موټر کې ځای په ځای شوی بم کشف او شنډ کړ

1679782
په کابل کې د یوې سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي‌ چې په کابل کې د پولیسو د کشفي‌ عملیاتو په ترڅ کې په یو ښاري‌ موټر کې ځای په ځای شوی بم کشف او شنډ کړ.

ترهګرو په کابل کې د سپرلۍ په یو ښاري‌ موټر کې بم ځای په ځای کړی وو چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.

پولیسو د کابل دا موټر د کابل د اتلسمې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې د شهدا په څلور لارې کې نیولی دی.

دا بم په یو ټونس ډوله ښاري‌ موټر کې ځای په ځای شوی وو.

پولیسو ددې بم په کشفولو سره د یوې سترې خونړۍ فاجعې مخنیوی وکړ.


پيوندونه: #بم , #کابل , #افغانستان

اړوند خبرونه