امریکايي ځواکونو پر طالبانو هوايي بریدونه کړي

امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې پر طالبانو لږ تر لږه  ۴ هوايي بریدونه کړي‌ دي.

1679426
امریکايي ځواکونو پر طالبانو هوايي بریدونه کړي

 

امریکا متحده ایالتونو د جولای په ۲۱ او ۲۲ مو نیټو پر طالبانو هوايي بریدونه کړي‌ دي.

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د یو تن جګپوړي‌ چارواکي‌ له قوله چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي‌ لیکلي‌ دي‌ چې امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو نه د ملاتړ په خاطر پر طالبانو ۴ هوايي بریدونه کړي‌ دي.

ویل کیږي‌ دا بریدونه په کندهار او کندوز ولایتونو کې د طالبانو پر مرکزونو شوي‌ دي. دا بریدونه د افغان ځواکونو د غوښتنې له مخې شوي‌ دي.

د بله پلوه طالبانو ویاند د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو نه د امریکا او طالبانو ترمنځه د لاسلیک شوي‌ سولې تړون نه د ښکاره سرغړونې په توګه یادونه کړې او ګواښ کړی چې ډیرې بدې پایلې به ولري.

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر پنټاګون ویلي‌ دي‌ چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی. پنټاګون ویلي دي‌ چې د تړون له مخې په کابل کې د امریکا د سفارت او کابل د هوايي ډګر د امنیت په خاطر به ۶۵۰ تنه امریکايي سرتیري‌ په افغانستان کې پاتې شي.

پداسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې مذاکرات ځنډلي‌ دي‌ د طالبانو او حکومتي‌ ځواکونو ترمنځه نښتو ښه پسې زور اخیستی دی.

طالبانو پدې وروستیو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی خو د هیواد د ۳۴ ولایتونو د ټولو مرکزونه د حکومت تر کنټرول لاندې دي.



اړوند خبرونه