د کابل په ښار ګن شمیر راکټي‌ بریدونه شوي‌ دي

د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کابل په ښار ګن شمیر راکټي‌ بریدونه شوي

1677664
د کابل په ښار ګن شمیر راکټي‌ بریدونه شوي‌ دي

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د اختر د لمانځه پر مهال ګن شمیر راکټي بریدونه شوي‌ دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میروس ستانکزي‌ خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې نن د سهار په ساعتونو کې په ۸ بجو او ۸ دقیقو د اختر د لمانځه پر مهال د ولسمشرۍ پر لورې راکټي‌ بریدونه شوي دي.

هغه ویلي دي چې دا راکټي بریدونه د کابل د څلورمې امنیتي‌ حوزې د مربوطاتو نه د دریم پروان د سیمې نه توغول شوي‌ دي.

د راکټونو نه دوه د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا کې او یو هم د عیدګاه جومات شاته لګیدلی دی.

ویاند ویلي‌ دي چې پدې بریدونو کې چاته ځاني‌ زیان ندی اوښتی.

د بله پلوه عیني‌ شاهدانو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې دریم پروان د سیمې نه د یو سراچه ډوله موټر نه  د کابل د ښار پر لورې ۶ راکټونه توغول شوي‌ دي.



اړوند خبرونه