افغانستان د پاکستان نه خپل سفیر او جګپوړي ډیپلوماټان وویستل
په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر د لور د تښتول کیدو نه وروسته افغانستان د پاکستان نه خپل سفیر او لوړپوړي ډيپلوماټان وویستل
د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر د لور د تښتول کیدو د پیښې نه وروسته افغانستان ددې هیواد نه د خپل سفیر او ټولو لوړپوړو ډیپلوماټانو د ویستو پریکړه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې دا پریکړه يي په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر نجیب الله علي خیل د لور د تښتول کیدو له امله کړې ده .
په بیان کې راغلي دي چې پاکستان په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر علي خیل او ټولو ډیپلوماټانو د امنیت د تضمین ، د مجرمینو د نیولو او اعمالو په سزا تر رسولو او د ټولو امنیتي ګواښونو د برطرفه کولو پورې به خپل سفیر او لوړ پوړي ډیپلوماټان بیرته ونه لیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د افغانستان د حکومت ددې پریکړې نه د خواشینوونکې پریکړې په توګه یادونه کړې ده او د افغان حکومت نه يي په خپله پریکړه د غور کولو غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده چې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر نجیب الله علي خیل لور ۲۶ کلنه سلسله عليخیل د نامعلومو کسانو لخوا د تښتول کیدو او وروسته شکنجه شوې او بیا شوې شوې ده.
دې مسئلې د افغانستان او پاکستان ترمنځه ترینګلې اړیکې لا پسې ترینګلې کړې.
د بله پلوه پاکستان هم د افغانستان نه خپل سفیر هیواد ته راغوښتی دی.
افغانستان رسنیو ویلي دي په کابل کې د پاکستان سفیر په ډیره بیړه توګه اسلام آباد ته وغوښتل شو.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی