په کندهار کې چاودنه شوې

د کندهار د ارغستان په ولسوالۍ کې پر ملکي‌ وګړو چاودنه شوې

1676932
په کندهار کې چاودنه شوې

د افغانستان د کندهار په ولایت کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د ارغستان په ولسوالۍ کې پر ملکي‌ وګړو چاودنه شوې چې په نتیجه کې درې تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان وشي‌ دي.

سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي‌ چې چاودنه د ملکي‌ وګړو په یوه سیمه کې شوې ده .

دا چاودنه پداسې حال کې رامنځته شوې ده چې خلک د لوی اختر لپاره په تیاریو چمتو دي.

دې چاودنې ګن شمیر کورنۍ د اختر پدې شپو او ورځو کې د غم په ټغر کینولې .



اړوند خبرونه