په افغانستان کې د سولې د بهیر نه د ملاتړ او مذاکراتو نه د ملاتړ په موخه ۴ اړخیزه غونډه جوړه شوه

په افغانستان کې د سولې د بهیر ، د جګړې د پایته رسولو او د مذاکراتو نه  د ملاتړ په خاطر د څلوراړخیزې غونډې د جوړولو پریکړه وشوه.

1676228
په افغانستان کې د سولې د بهیر نه د ملاتړ او مذاکراتو نه د ملاتړ په موخه ۴ اړخیزه غونډه جوړه شوه

 

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامیلوف، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي‌ او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي زلمي‌ خلیلزاد په پلازمینه تاشکنټ کې غونډه وکړه.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې پدې غونډه کې ګډون کوونکو هیوادونو د سیمه ایزو اړیکو د لا پیاوړي‌ کولو  په موخه د یو نوي‌ څلوراړخیز ډیپلوماټیک پلاټ فورم د جوړولو پریکړه وکړه.

په غونډه کې ګډون کوونکو هیوادونو ددې خبرې په ټینګار وویل چې  پوره باور لري چې  په افغانستان کې دایمي‌ سوله او استقرار د سیمه ایزو همکاریو د ودې په خاطر حیاتي‌ ارزښت لري. سوله او سیمه ایزې اړیکې د یو بل پورې تړلي‌ دي او سوله کولای شي چې سیمه ایزو همکاریو ته وده ورکړي او سیمه ایزه همکاري کولای شي‌ چې سوله رامنځته کړي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې نړۍوالو تجاري‌ لارو لا پراخولو لپاره د طرفینو ترمنځه باید تجاري‌ اړیکو ته لا وده ورکړ شي، د ترانزیک نوې لار رامنځته کړی شي او ددې اړیکو د لا ودې په خاطر په ګډه سره کار وکړي.

طرفین پدې مسئلې د لا په هړخیزه توګه د خبرو او شرايطو د برابرولو په خاطر به په راتلوونکو میاشتو کې غونډه جوړه کړي.



اړوند خبرونه