د رویټرز هندي‌ خبریال په افغانستان کې ووژل شو

د رویټرز خبري‌ اژانس هندي‌ خبریال په کندهار ولایت کې ووژل شو

1676359
د رویټرز هندي‌ خبریال په افغانستان کې ووژل شو

د افغانستان د کندهار په ولایت کې د رویټرز خبري‌ اژانس  هندي‌ خبریال او عکاس دانش صدیقي  د خبر جوړولو پر مهال ووژل شو.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو یو تن قومندان د رویټرز خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې د رویټرز هندي‌ خبریال چې د کندهار د سپین بولدک د عملیاتو پر مهال په خبر جوړولو بوخت وو د طالبانو په برید کې ووژل شو.

نوموړي‌ افغان قومندان ویلي‌ دي‌ چې پدې برید کې یو تن افغان افسر هم ژوند د لاسه ورکړی .

هغه ویلي دي‌ چې هندي‌ خبریال صدیقي‌ د تیرې یوې اونۍ راهیسې د افغان ځواکونو د عملیاتو د څارولو او سیمې نه د تازه خبرونو د جوړولو په خاطر د افغان ځواکونو سره ملګرتیا کوله.

د رویټرز خبري‌ اژانس رئیس او مسئول مدیر ویلي‌ دي‌ چې ددې پيښې په اړه د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر د سیمه ایزو مقاماتو سره د تماس په حال کې دي.

د رویټرز خبري‌ اژانس د هندي‌ خبریال د وژنې په اړه د ژور خفګان په ښودلو سره ویلي دي‌ چې نوموړی ډیر ټکره خبریال ، یو ډیر ښه پلار  او ډیر ښه همکار وو. د نوموړي‌ کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي‌ دي.

د ویلو ده چې نوموړی نن جمعه  د طالبانو لخوا ووژل شو.



اړوند خبرونه