جرمني‌ د افغانستان نه خپل ټول سرتیري‌ وویستل

جرمني‌ د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه وویستل

1667059
جرمني‌ د افغانستان نه خپل ټول سرتیري‌ وویستل

جرمني‌ د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه وویستل. جرمني‌ اعلان وکړ چې د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو بهیر بشپړ کړ.

د جرمني‌ د دفاع وزیرې انا ګرټ کرامپ کارنباویر  وویل چې د افغانستان نه خپل وروستي‌ سرتیري‌ هم وویستل.

هغې د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې نن شپه يي په افغانستان کې پاتي‌ وروستي‌ سرتیري‌ په ډیره خوندي‌ توګه هیواد ته ستانه کړل او د افغانستان نه د الماني‌ ځواکونو د وتو بهیر بشپړ شو. هغه وویل چې د تیرو شلو کلونو تر ټولو ستر بهرنی ماموریت مو پایته ورسید.

هغې د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې دنده ترسره کوونکو څه باندې ۱۵۰ زرو تنو الماني‌ سرتیرو نه د مننه په کولو سره وویل چې ، د جرمني‌ سرتیرو د فدرال مجلس لخوا ورته ورکړ شوې دنده په افغانستان کې په ډیره ښه توګه سرته ورسوله. هغه په سرتیرو غږ وکړ چې د خپلې دې دندې له امله پر ځان افتخار وکړۍ.

د جرمني‌ پوځ د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې نن د منځني‌ اروپا په ځايي‌ وخت د شپې په ۹ بجو او ۴۵ دقیقو په افغانستان کې پاتې وروستي‌ الماني‌ سرتیري‌ هم ددې هیواد نه په ډیره خوندي‌ توګه ووتل او هیواد ته راستانه شول.

پدې ډول په افغانستان کې د الماني‌ ځواکونو ماموریت بشپړ شو او پایته ورسید.

د ویلو ده چې جرمني‌ د ۲۰۰۱ کال راهیسې د ناټو سازمان په چوکاټ کې افغانستان ته څه باندې ۱۵۰ زره تنه سرتیري‌ استولي‌ وو. د جرمني‌ پوځ په افغانستان کې په خپل دې شل کلن ماموریت کې ۵۹ تنه سرتیري‌ د لاسه ورکړي‌ دي.

د ویلو ده چې جرمني‌ د ۲۰۱۵ کال وروسته د ناټو سازمان د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ۱۱۰۰ تنه سرتیري‌ درلودل چې ټول يي وویستل.



اړوند خبرونه