په کابل کې د پولیسو پر رینجر برید شوی

د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې پر پولیسو برید شوی

1666567
په کابل کې د پولیسو پر رینجر برید شوی

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پولیسو پر رینجر موټر برید شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز خبري رسنیو ته ویلي‌ دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې د کوزې ارغندې په سیمه کې د پولیسو په یو رینجر موټر برید وشو چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.

ویل کیږي‌ پدې برید کې رینجر موټر هم په کامله توګه له منځه تللی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .



اړوند خبرونه