افغانستان ولسمشر په مشرۍ هیئت په سپینه ماڼۍ کې د جو بایدن سره ولیدل

امریکا : د افغانستان سره به خپلې مرستې جاري‌ وساتو

1665160
افغانستان ولسمشر په مشرۍ هیئت په سپینه ماڼۍ کې د جو بایدن سره ولیدل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ او د ملي‌ مصالحې د عالي‌ شورا رئیس عبدالله عبدالله امریکا ته د خپل سفر په دویمه ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره لیدنه وکړه.

بایدن پدې لیدنه کې د افغانستان سره ډیپلوماتیک ، بشري‌ او امنیتي‌ برخو کې پر مرستو ټینګار او ژمنه وکړه.

پداسې حال کې چې امریکا متحده ایالتونه د افغانستان نه په کامله توګه د خپلو ټولو ځواکونو ویستو د ویستو په درشل کې قرار لري‌ ولسمشر بایدن په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ او ملي مصالحې رئیس عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه.

دا لیدنه چې د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوی د لیدنې نه مخکې  د امریکا ولسمشر بایدن وویل چې امریکا به د افغانستان نه ډیپلوماتیک ملاتړ ته دوام ورکړي.

د سپینې ماڼۍ د لیدنې نه وروسته په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې امریکا به د افغانستان سره ډیپلوماتیک، پراختیا، امنیت او بشري برخو کې ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي.

همداشان په بیان کې په افغانستان کې کرونا ویروس پراخۍ ناروغۍ  مثبتو پيښو کچې لوړیدو ته په اشارې سره ویل شوي‌ دی‌ چې امریکا به پدې برخه کې هم افغانستان سره مرسته وکړي.

امریکا د افغانستان نه د کرونا ویروس د ۳ میلیونو ډوز واکسین د مرستې نه یادونه کړې ده .

امریکا ویلي‌ دي‌ چې د افغانستان سره به درې میلیونه ډوزه جانس ایند جانس واکسین مرسته وکړي‌ او ددې واکسین د انتقال په اړه چارې دوام لري.

امریکا ویلي‌ دي‌ چې د افغانستان سره به د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې مرسته وکړی. همداشان ددې هیواد ته به ۲۶۶ میلیونه ډالره بشري‌ مرستې ورسپاري.

د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ امریکا ته د خپل سفر په چوکاټ کې د نوموړي‌ هیواد د دفاع وزیر اسټین سره هم لیدنه وکړه.

امریکا دفاع وزیر اسټین په پنټاګون کې د افغانستان د ولسمشر سره د لیدنې نه مخکې خبري غونډې ته وویل چې امریکا به په افغانستان کې د امنیت، استقرار، سولې مذاکراتو او سوله ایز حل لارې په برخه کې پانګه اچونو ته دوام ورکړي.

هغه وویل چې د ناټو سازمان لخوا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د پایته رسیدو نه وروسته به امریکا د افغانستان سره په پوځي‌ برخه کې  په اړیکو کې نوې باب پرانیزي.

امریکا به د افغان حکومت او افغانستان ملي‌ اردو سره ګډ شراکټ او ګډ هدف ته د رسیدو په خاطر بل ډول همکاریو او ګډ کار کولو ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني‌ د امریکا کانګرس نه هم لیدنه وکړه. هغه په کانګرس کې په خپله وینا کې وویل چې د امریکا لخوا د افغانستان نه د خپل ټولو ځواکونو د ویستو پریکړې ته درناوی کوي.

هغه وویل چې افغانستان د امریکا سره د شراکت په برخه کې یوې نوې مرحلې ته داخلیږي. هغه ادعاګانې چې ګواکې امریکا افغانان یواځې پریږدي زما په نظر په کامله توګه غلطې او ناسمې دي.

زمونږ تر منځه قوي‌ همکاري‌ شتون لري‌ او یو زیات شمیر کارونه دي‌ چې باید په ګډه يي وکړو.



اړوند خبرونه