امریکا په افغانستان کې ۶۵۰ تنه سرتیري‌ پریږدي

امریکا ویلي‌ دي‌ چې په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتیکو نماینده ګیو د امنیت په خاطر به ۶۵۰ تنه سرتیري‌ وساتي

1664687
امریکا په افغانستان کې ۶۵۰ تنه سرتیري‌ پریږدي

امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې ۶۵۰ تنه سرتیري  ساتي. امریکا ویلي‌ دي‌ چې د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو نه وروسته به پدې هیواد کې د خپلو ډیپلوماتیکو نماینده ګیو د امنیت ساتلو په خاطر  ۶۵۰ تنه سرتیري‌ وساتي.

د امریکا د دفاع وزارت یو مقام د اسوشیتید پرس خبري‌ اژانس سره په مرکه کې ویلي‌ چې امریکا به د کابل د هوايي ډګر د امنیت په خاطر د سپټمبر تر میاشت پورې یو څو سوه تنه سرتیري‌  د ترکیې نه د ملاتړ په خاطر هم  وساتي.

نوموړي‌ چارواکي‌ ویلي‌ دي چې د ترکیې او امریکا ترمنځه د روانو مذاکراتو په ترڅ کې امریکا د کابل په هوايي ډګر کې یو راکټ انداز دستګاه ، توغندیو او هاوان توپونو او ددې دستګاګانو   په خاطر یو اندازه  پرسونل د کابل په هوايي ډګر کې د ځای په ځای کولو په اړه سره په تفاهم ورسیدل.

هغه ویلي دي‌ چې ترکیې د امریکا او نړۍوالې ټولنې د مرستې او ملاتړ په شرط د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو مسئولیت منلو ته غاړه ایښې ده .

د امریکا او ترکیې عسکري‌ مقامات به د روانې اونۍ په دننه کې په انقره کې په لیدنه کې پدې اړه نهايي پریکړه وکړي.



اړوند خبرونه