په کندهار کې پر مساپر وړونکي بس موټر چاودنه شوې

په کندهار کې چاودنه شوې

1662925
په کندهار کې پر مساپر وړونکي بس موټر چاودنه شوې

د افغانستان  د کندهار په ولایت کې په یو مساپروړونکې ۴۰۴ ډوله بس موټر چاودنه شوې ده .

د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا چاودنه  د کندهار – هرات په لویه لاره کې د میوند په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۲۴ تنو مساپرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د کندهار ولایت حوزوي روغتون مسئولینو ویلي دي‌ چې ددې پيښې د ځای نه  ۵  مړي‌ او ۱۹ تنه ټپیان  ددوې روغتون ته راوړل شوي‌ دي.

سیمه ایزو مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې پدې بس موټر د سړک د غاړې د ماین چاودنه شوې ده .

ویل کیږي‌ په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.



اړوند خبرونه