په بلخ ولایت کې د موټر بم په برید کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د موټر بم برید شوی دی
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت د دولت آباد په ولسوالۍ کې موټر برید لږ تر لږه ۴ تنه وژلي دي.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو غوښتل چې تیره شپه په نا وخته ساعتونو کې د دولت آباد ولسوالۍ د امنیې پر قومندانۍ د موټر بم برید وکړي چې موټر د امنیې قومندانۍ په ۵۰ مترۍ کې تثبیت او له منځه یوړل شو.
هغه ویلي دي چې پدې برید کې د امنیې قومندانۍ ته هم زیان اوښتی دی خو ډیری زیان ملکي کورونو ته اوښتی دی.
د ویلو ده چې دولت آباد ولسوالۍ لنډه موده مخکې د افغان ځواکونو لخوا د طالبانو نه بیرته ونیول شوه.
د دولت آباد ولسوال ویلي دي چې پدې برید کې د یو تن پوځي او ۳ تنو ملکي وګړو په ګډون ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی