په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ځاني‌ تلفاتو شمیره مخ په لوړیدو ده.

په افغانستان کې د کرونا ویروس ځاني‌ تلفاتو او مثبتو پیښو شمیره مخ په لوړیدو ده

1656960
په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ځاني‌ تلفاتو شمیره مخ په لوړیدو ده.

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ له امله د ځاني‌ تلفاتو او مثبتو پيښو د شمیرې د لوړیدو نه خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویلي دي‌ چې د لومړي‌ ځل لپاره په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵۹۷ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي‌ دي‌ چې د کرونا ویروس له امله  د ځاني‌ تلفاتو لویه برخه په پلازمینه کابل کې رامنځته شوې ده .

هغه نن وویل چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پيښې د ډیریدو په حال کې دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې تیره اونۍ په افغانستان کې د کرونا ویروس ۸۴۷۴ مثبتې پيښې ثبت شوې وې خو په روانه اونۍ کې تر اوسه پورې تر لسو زرو ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې په افغانستان کې ۸۱ سله روغتونو بسترونه ډک شوي‌ دي.

هغه وویل چې پدې اړه ځیني نوي‌ تدابیر هم نیول شوي‌ دي.

هغه په هیوادوالو د تدابیرو د مراعات کولو غږ کړی دی. هغه خبرداری ورکړ که چیرې هیوادوالو تدابیر مراعات نکړي‌ او حالات ددېنه هم خراب شي‌ د روغتیا وزارت به دوې د صحي‌ خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې شي.



اړوند خبرونه