په مزار شریف ښار کې چاودنه شوې

د مزار شریف ښار د پولیسو د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې

1656459
په مزار شریف ښار کې چاودنه شوې

د افغانستان په شمال کې په مزار شریف ښار کې چاودنه شوې ده .

د مزار شریف پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي دي‌ چې نن خالي‌  ورځ  د جنوري‌ ۱۲ مه نيټه د غرمې نه مخکې د پولیسو د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې یو تن ملکي‌ وګړی مړ او ۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې دا چاودنه په یو موټر سایکل کې چې چاودیدونکي توکي‌ په ځای په ځای شوي‌ وو رامنځته شوې ده .



اړوند خبرونه