په کابل کې دوه جلا جلا چاودنې شوي

په کابل کې په دوو جلا جلا چاودنو کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

1656634
په کابل کې دوه جلا جلا  چاودنې  شوي

د افغانستان په پلازمینه کابل کې دوه جلا جلا چاودنې شوي‌

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې نن د خالي‌ ورځ‌ د مازیګر په ساعتونو کې د پلازمینې کابل د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د مهتاب قلعه  او د ۱۳ مې حوزې په مربوطاتو کې په دشت برچې کې جلا جلا چاودنې شوي‌ دي. په دواړو چاودنو کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او شپږ تنه نور ټپيان شوي‌‌ دي.

ویل کیږي‌ په دشت برچې کې په یو ټونس ډوله موټر کې چاودنه شوې چې له امله يي ۶ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړ او ګن شمیر نور ټپیان شول.

همداشان په مهتاب قلعه کې هم د ښاري‌ ټرانسپورت په تونس ډوله موټر چاودنه شوې ده .

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه