په بادغیس کې پر ملکي‌ وګړو درنده چاودنه شوې

په بادغیس کې د ملکي‌ وګړو د سپرلۍ پر موټر چاودنه شوې

1652451
په بادغیس کې پر ملکي‌ وګړو درنده چاودنه شوې

د افغانستان د بادغیس په ولایت کې د ملکي‌ وګړو پر موټر خونړۍ چاودنه شوې ده .

د بادغیس ولایت والي‌ حسام الدین شمس خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د آب کمري‌ ولسوالۍ اړوند ګنډآب په سیمه کې د ملکي‌ وګړو پر موټر د سړک د غاړې د ماین چاودنه شوې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې ۱۱ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هغه په وینا د پيښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.

د برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی.

والي‌ ددې برید پړه پر طالبانو واچوله.



اړوند خبرونه