افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتو بهیر دوام لري

د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر دوام لري. امریکا د افغانستان نه نږدې شل سلنه خپل ځواکونه ویستي‌ دي.

1645980
افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتو بهیر دوام لري

 

امریکا ویلي‌ دي‌ چې د افغانستان نه به د خپلو ځواکونو د ویستو بهیر د سپټمبر د میاشتې نه مخکې د جولای د میاشتې په دننه کې بشپړ کړي.

د امریکا د مرکزي‌ ځواکونو قومندانۍ ویلي‌ دي‌ چې د ولسمشر جو بایدن د پریکړې نه وروسته  د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په ویستو پيل کړی او دا بهیر ۲۰ سلنه بشپړ شوی دی. امریکا ۱۶۰ الوتکې خپل توکي‌ د افغانستان نه خارج کړي‌ او دفاعي‌ لوژستیک اژانس ته يي تسلیم کړي‌ دي.

مرکزي‌ قوتونو قومندانۍ ویلي دي‌ چې تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پنځه هډې تخلیه کړي‌ او هډې افغان ځواکونو ته تسلیم کړي‌ دي.

امریکا د افغانستان نه د ویستلو ځواکونو دقیقه شمیره نده اعلان کړې .

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو پخواني‌ مشر دونلد ټرمپ‌ چې د ۲۰۲۱ کال د مې تر لومړۍ نیټې د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو ژمنه کړې وه  نوي‌ ولسمشر جو بایدن بیا د ځواکونو د ویستو بهیر د سپټمبر تر ۱۱ نیټې وځنډوله.

د امریکا د دفاع وزارت یو تن جګپوړي‌ چارواکي‌ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي‌ دي‌ چې د افغانستان نه به د امریکايي ځواکونو د ویستو بهیر د سپټمبر د میاشتې نه مخکې د جولای د میاشتې په دننه کې بشپړ شي.



اړوند خبرونه