په کابل کې د نني برید د قربانیانو شمیره لوړه شوه
د افغانستان په پلازمینه کابل په لویدیځ کې د نجونو پر یو ښوونځي برید ستر قتل عام رامنځته کړ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پرون د مازیګر په ساعتونو کې د کابل په لویدیځ کې د دیارلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د د سیدالشهدا د ښوونځي ترڅنګ چاودنه شوې چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کابل په پروني برید کې ۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۱۰۰ تنو ډیر نور ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو په سیمه کې د درې پرله پسې چاودنو نه خبر ورکړی دی. عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنې د زده کوونکو د رخصتۍ پر مهال چې د ښوونځي نه د وتو په حال کې وې رامنځته شوې.
د پیښې ډیری قربانیان د ښوونځي زده کوونکي دي.
پداسې حال کې چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی طالبانو دا برید غندلی دی.
طالبانو د برید پړه پر داعش ترهګرې ډلې اچولې ده. د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې دا برید غندلی دی او ویلي دي چې دا برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ارګ ماڼۍ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې طالبان د نامشروع جګړې د کچې د لوړولو سره ټولو ته دا ثابته کړه چې دا ډله د سوله ایزو لارو څخه د روان بحران د حل تمایل نلري بلکې د وضعیت د لا بحراني کولو په خاطر د سولې پروسه سبوتاژ کوي.
ولسمشر غني د طالبانو دې چلند نه د بشري جنایت او اسلامي ارښتونو د ضد په توګه یادونه کړې ده . هغه ویلي دي چې طالبانو د روژې مبارکې میاشتې او بیا د لیلهّ القدر پدې مبارکو شپو ورځو کې چې قرانکریم پکې نازل شوی دی د بې ګناه خلکو له وژنې لا وانخیسته. هغه ویلي دي چې طالبان د جګړې په ډګر کې د مخامخ جګړې توان نلري د همدې امله پدې ډول عامه مکانونو او د نجونو په ښوونځیو د بې رحمه او وحشیانه بریدونو سره غواړي ډار خپور کړي.
د ویلو ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ، د یوناما دفتر ، د انګلستان ، امریکا او زیات شمیر هیوادونو سفارتخانو دا برید په ډیره کلکه توګه غندلی دی.
همداشان د ناټو سازمان هم دا برید په ډیره کلکه توګه غندلی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی