په افغانستان کې یو تن بل ژورنالست او ټکړه ویاند ووژل شو

په افغانستان کې یو ځل بیا یو خصوصي تلویزیون  نطاق  د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

1635153
په افغانستان کې یو تن بل ژورنالست او ټکړه ویاند ووژل شو

 

د افغانستان د مالیې وزارت د رسنیو د څانګې آمر او د طلوع نیوز خصوصي‌ تلویزیون پخوانی نطاق نعمت روان نن په کندهار ولایت کې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.

د کندهار ولایت امنیتي‌ مقاماتو ویلی‌ دي‌ چې نعمت روان نن د غرمې  په ساعتونو کې د کندهار ولایت د ۱۴ امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې وژل شوی دی.

د کندهار د امنیې قومندانۍ د امنیت امر غورځنګ افریدي‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پر نعمت روان د دوو تنو برید کوونکو لخوا ډزې شوي‌ دي‌ او برید کوونکي د برید نه وروسته په تیښته بریالي‌ شوي‌ دي.

د ویلو ده چې نعمت روان د ۳ ورځني رخصتۍ د تیرولو په خاطر کندهار ته سفر کړی وو.


پيوندونه: #ژورنالست , #کندهار

اړوند خبرونه