د افغانستان نه د امریکايي خواکونو د وتو لړۍ دوام لري

د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي‌ ځواکونو قومندانۍ  ویلي‌ دي‌ چې د افغانستان نه د سرتیرو او تجهیزاتو د ویستو لړۍ دوام لري.

1634029
د افغانستان نه د امریکايي خواکونو د وتو لړۍ دوام لري

 

د امریکا د مرکزي‌ ځواکونو قومندانۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې تر اوسه پورې د افغانستان نه ۶۰ سي‌ ۱۷ ډوله الوتکې تجهیزات  ویستي‌ دي‌ . د افغانستان نه د دوو نه تر شپږ سلنې پورې تجهیزات ویستل شوي‌ دي. دا لړۍ دوام لري.

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن د پریکړې سره سم د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو لړۍ د مې په لومړۍ نیټه پيل شوه.

دا لړۍ به د سپټمبر په ۱۱ مه نیټه بشپړه شي. امریکا دم ګړۍ په افغانستان کې ۲۵۰۰ تنه وسله وال ځواکونه لري‌ چې  په راتلوونکو څلورو میاشتو کې به په کامله توګه د افغانستان نه وباسي.

د امریکا مرکزي‌ ځواکونو قومندانۍ ویلي‌ دي چې د افغانستان نه د راویستل شوو تجهیزاتو نه ۱۳۰۰ عدد د لمنځه وړو په خاطر دفاعي‌ لوژستیک اژانس ته تسلیم کړي‌ دي.

د ویلو ده چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د انتونیک پوځي‌ هډه افغان ځواکونو ته وسپارله .



اړوند خبرونه