په هرات کې سیلاونو ۱۴ تنه وژلي‌ دي

په هرات کې سیلاونو د مالي‌ زیانونو سربیره یو زیات شمیر ځاني زیانونه اړولي‌ دي

1633698
په هرات کې سیلاونو ۱۴ تنه وژلي‌ دي

د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې د ډیرو شدیدو بارانونو د اورښت له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هرات د والي‌ ویاند جیلاني‌ فرهاد خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې دا سیلاونه د ادرسکن په ولسوالۍ کې راوتلي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي د سیلاونو په نتیجه کې ۱۴ تنه مړه او یو زیات شمیر مالونه لکه اوري‌ او غواګانې له منځه تللي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د هرات د اوبا په ولسوالۍ کې هم سیلاونه راوتلي‌ دي‌ خو پدې ولسوالۍ کې د سیلاونو په نتیجه کې د راواښتو ځاني‌ او مالي‌ تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.

د فرهاد په وینا پدې ولسوالۍ کې یو زیات شمیر کورونه د اوبو لاندې شوي‌ دي. په سیمه کې د پلټنې چارې هم دوام لري.



اړوند خبرونه