په کابل کې اورلګیدنې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د تیلو د یو ټانک د اور اخیستو له امله ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې تیره شپه د کابل په ۱۷ ناحیې په مربوطاتو کې د تیلو په یو ټانک کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۷ تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي خو عیني شاهدان بیا وايي چې د مړو شمیره د اعلان شوي رقم نه ډیره لوړه ده.
ویاند ویلي دي چې پدې اورلګیدنه کې د تیلو د ټانک سربیره په لسګونو د تیلو ټانکران او موټرې هم سوځیدلي دي.
دا اورلګیدنه د کابل ښار شمالي دروازې ترڅنګ رامنځته شوې ده .
دې اورلګیدنې سیمې ته هم د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي.
د بله پلوه د سیمې خلکو نن ددې پیښې په غبرګون کې او د حکومت نه د رامنځته شوو زیانونو د جبرانولو په خاطر په کابل او شمال لویه لاره د ټرافیک پر مهال تړلې وه.
اعتراض کوونکو د حکومت نه ددوې د مالي زیانونو د جبرانولو غوښتنه کوله.
د اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی