په بګرام کې پر جومات بمي‌ برید شوی

په بګرام کې په پوځي‌ هډه کې پر جومات بمي‌ برید شوی

1631984
په بګرام کې پر جومات بمي‌ برید شوی

د افغانستان د پروان ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې د یوې پوځي هډې پر جومات بمي‌ برید شوی چې په نتیجه کې ۲۵ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د پروان ولایت  د امنیې قومندان عبدالواسع رحیمي‌  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  په بګرام ولسوالۍ کې د امنیتي‌ ځواکونو په یوې هډه کې پر جومات بمي‌ برید شوی .

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې برید کې یو تن سرتیري‌ ژوند د لاسه ورکړی او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په اړه ندی اخیستی خو امنیتي‌ ځواکونو د برید پړه پر طالبانو اچولې ده .

د ویلو ده چې پرون د جمعې ورځې د روژه ماتې په پر مهال د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې په یو روغتون د موټر بم برید وشو چې په نتیجه کې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۹۰ تنو ډیر ټپیان شول.



اړوند خبرونه