د کابل کندهار په لویه لاره دوو مساپر وړونکو بسونو د جنګیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې

د کابل او کندهار په لویه لاره کې دوه مساپر وړونکي‌ بسونه سره جنګیدلي‌ دي

1629175
د کابل کندهار په لویه لاره دوو مساپر وړونکو بسونو د جنګیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې

د کابل کندهار ولایتونو په لویه لاره کې د دوو مساپر وړونکو بس موټر د جنګیدو له امله په لسګونو تنو مساپرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې تیره شپه د کابل کندهار په لویه لاره کې د  دوو ۴۰۴ ډوله مساپر وړونکو بسونو د جنګیدو له امله په لسګونو تنو مساپرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د کورنیو چارو وزارت په وینا دا پيښه تیره شپه د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندي‌ په سیمه کې رامنځته شوه.

پدې پیښه کې ۷ تنه مړه او تر ۷۰ تنو ډیر ټپیان شوي‌ دي. د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

د ځاني‌‌ تلفاتو شمیره کیدای شي‌ تغیر ومومي. د پیښې لامل هم معلوم ندی.

د پيښې ټپیان د پلازمینې کابل روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.

 



اړوند خبرونه